حماس د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د قطر او مصر په منځګړيتوب د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې طرحه کې د اسرائیلي ځواکونو شاتګ، د فلسطیني او اسرائیلي بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو داخلېدل شامل دي.
د حماس د سياسي دفتر يو لوړ پوړي غړي “باسم نعیم” هم د دغې طرحې د منلو پخلی کړی دی.
د ویلو ده، چې اسرائیلي لوري لا هم د یادې طرحې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.



