غزه کې د مقاومت کمین؛ درې صهیونیستي شوبلې ویجاړې او ګڼو اشغالګرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت ځواکونو د غزې په شمالي برخه کې د یو کمین په ترڅ کې د صهیونیستي پوځ پر پوځي کاروان برید کړی دی.

د مقاومت سرچینو د خبر له مخې، په دغه کمین کې درې پوځي شوبلې په بشپړ ډول ویجاړې شوي او د صهیونیستي پوځ ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي چې برید د پرمختللو چاودیدونکو توکو او د نږدې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله ترسره شوی، چې له امله یې اشغالګر پوځ د سختو تلفاتو سره مخ شوی دی.

صهیونیستي رسنیو هم د پېښې پخلی کړی؛ خو د تلفاتو په اړه یې کره شمېرې نه دي خپرې کړي.

مقاومت وايي، تر هغه چې اشغالګر پوځیان له غزې نه وي وتلي د بریدونو لړۍ به روانه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button