هرات کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ د مسافرو بس سوځېدو له امله ۷۱ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

په هرات ولایت کې د مسافرو یوه لویه ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۷۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاده پېښه پرون شپه ناوخته د اسلام‌کلا ـ کابل پر لویه لاره هغه مهال شوې چې د ايراني کډوالو یو بس د مازدا موټر او موټرسایکل سره ټکر شو او وروسته یې اور واخیست.

د هرات د والي ویاند احمدالله متقي ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.

ځایي سرچینې وایي، په پېښه کې دوه موټرسایکل سپرو او د مازدا دوه سپرو هم ژوند بایللی دی.

سرچینې زیاتوي، چې یاد بس د «هري کاروان» شرکت پورې تړاو درلود او له اسلام‌کلا څخه د کابل پر لور روان و.

د طالبانو د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، د پېښې اصلي علت د موټروانانو بې احتیاطي او د بس د چلوونکي زیات سرعت بلل شوی دی.

ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د قربانیانو جسدونه یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button