سوشل مېډیا کاروونکي: زاویه نیوز د خلکو د ژوند او عزت پروا نه لري او درواغجن راپورونه خپروي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د سوشل مېډیا یو فعال “حاجي کاکا” زاویه نیوز داسې رسنۍ بللې چې یوازې د خلکو د بدنامولو، رسوا کولو او د ګډوډۍ د خپرولو هڅه کوي.
نوموړي پر خپلې پاڼې لیکلي، زاویه نیوز لومړی پر خلکو غیرقانوني تورونه لګوي، بیا یې د نیولو خبرونه خپروي، او وروسته د هغو کسانو پر ضد راپورونه جوړوي چې د نیول شویو په ملاتړ خبرې وکړي.
د هغه په خبره، دغې رسنۍ ته د خلکو ژوند او عزت هېڅ اهمیت نه لري او یوازې د خپلو افواهاتو او غوبل لپاره د خلکو ستونزې کاروي.
نوموړي ټینګار کړی چې زاویه نیوز هڅه کوي خلک د حکومت پر خلاف کړنو ته وهڅوي او بیا یې د همدغو کړنو په نوم رسوا کړي.
هغه هېوادوالو ته سپارښتنه کړې چې له دې رسنۍ سره اړیکه ونه نیسي او هېڅ ډول عام یا خاص معلومات ورته ورنه کړي، ځکه د هغه په خبره، ډېر ژر به د هغو کسانو نوملړونه خپاره کړي چې پخوا یې معلومات ورکړي دي.
حاجي کاکا د ننګرهار د ځوانانو د ملي بیرغ پورته کولو ویډیو هم د بېلګې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، که دغه ځوانان ونیول شي، زاویه نیوز به بیا د هغوی پر نیولو مسلسل ریپورټونه خپاره کړي تر څو په یوه موضوع کې اوږدمهاله غوبل جوړ کړي.

حاجي کاکا ته په کمنټونو کې هم ډيرې فعالانو د نوموړي خبره تاييد کړې او زاويه نيوز يې يوه درواغجنه رسنۍ بللې ده.
د يادونې ده، چې زاویه نیوز د جمهوریت د وخت د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پورې تړلې رسنۍ ده چې وخت ناوخت د افغانستان، د امارت اسلامي د چارواکو او د خلکو پر وړاندې درواغ راپورونه خپروي او د ګډوډۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button