حماس: د منځګړو طرحه مو منلې او د صهیونیستي ريژیم ځواب ته په تمه یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي مشر باسم نعیم ویلي، چې د منځګړو لخوا وړاندې شوې نوې طرحه یې منلې او اوس د صهیونیستي رژیم د ځواب په تمه دي.

نعیم زیاته کړې، د نتانیاهو کړنې ښيي چې هغه د جګړې د دوام او د ټول وژنې نیت لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د انروا ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د جګړې او قحطۍ له امله په غزه کې هره ورځ شاوخوا ۲۸ ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ استازي استیو ویتکاف بیا ټینګار کړی، چې جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي، پاتې بنديان خوشې او غزه بېرته ورغول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button