کابل نن د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې غونډې کوربه دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

نن د افغانستان په کوربه‌توب د چین، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه ترسره کېږي. د غونډې ګډونوالو کې د چین د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار شامل دي.

د غونډې په ترڅ کې به درې واړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په ګډون پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وکړي.

د د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ګډونوال به د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په اړه نظرونه تبادله کړي.

سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو مشرانو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button