سرایة القدس د غزې شمال کې د صهیونیستي پوځ د قوماندې مرکز په نښه کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي جهاد پوځي څانګې “سرایة القدس” په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځواکونو ځانګړي قطعې یې د غزې په شمال کې د صهیونیستي پوځ د قوماندې پر مرکز د درنو توغندیو او هاوان بریدونه کړي دي.

د یادې ډلې په وینا، دغه برید د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس شوی او له امله یې اشغالګرو ته د پام وړ مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

عیني شاهدان وایي سیمه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او له برید وروسته د صهیونیستي پوځ هلیکوپترې او امبولانسونه د سیمې ته رسیدلي دي.

سرایة القدس ټینګار کړی، چې د دوی عملیات د صهیونیستي یرغل په ځواب کې دي او تر هغه به دوام لري څو د فلسطین خاوره له یرغلګرو بشپړه آزاده شوي نه وي.

دغه ډله زیاتوي، د مقاومت بریدونه د صهیونیستي پوځ پر مهمو تاسیساتو متمرکز دی، څو اشغالګر د جګړې په ډګر کې د ماتې او ستړیا احساس وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button