کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
په کابل کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د خپلو کمېټو د دوشنبې ورځې راپور په اساس ویلي، چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ټول ټال (۹۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۶۷۵) تنه کېږي، هېواد ته په جبري ډول راستنول شوي او ثبت شوي دي.
راپور کې زیاته شوې، چې له دغو راستنو شوو مهاجرینو څخه (۴۶۳) کورنۍ له مختلفو ولایتونو څخه بېرته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوې دي او د ټرانسپورټي لګښت په ډول ورته (۲،۳۵۸،۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې دي.
همدارنګه د مالي چارو کمېټو له لوري له (۹۰۴) کورنیو سره د نغدو مرستو په ډول (۳،۸۲۵،۶۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
سر بېره پر دې یاد کمېسیون څرګندوي، چې د راستنو شوو کورنیو لپاره د روغتیا، عامه پوهاوي او مخابراتي خدمتونو په برخه کې هم بېلابېل خدمات ترسره شوي، چې له مخې یې مهاجرینو ته (۷۶۹) عدده وړیا سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونو ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.


















