کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ يي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې کړي.
په دغه ناسته کې د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، بانکي تعاملاتو او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګډو کمیسیونونو د فعالېدو پر اړتیا ټینګار شوی، څو د دوه اړخیزو همکاریو تخنیکي او عملي موضوعات په اغېزمن ډول تعقیب او تنظیم شي.
د ښاغلي متقي په وینا، اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو د هغې د نور زیاتېدو هیله يې څرګنده کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم په خپلو څرګندونو کې وویل، چې هېواد یې د افغانستان په صادراتو کې د زیاتوالي ترڅنګ د کمربند او لارې له سترې پرو همژې سره د افغانستان رسمي یو ځای کېدل غواړي او ژمنه یې وکړه، چې د کانونو په برخه کې عملي کارونه به په روان کال کې پیل کړي او د افغاني تولیداتو مخامخ خنډونه به له منځه یوسي.


















