کابل ټکی کام (پنجشبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس د پوځي څانګې کتائب القسام له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې د خان یونس ښار سوېل ختیځ کې یې پر یوه نوي اسرائیلي پوځي مرکز پراخ برید ترسره کړی دی.
د القسام په وینا، د عملیاتو پر مهال څو ټانکونه د «یاسین ۱۰۵» توغندیو او چاودېدونکو توکو په وسیله په نښه شوي او هغه کورونه چې پوځیان په کې پټ وو په درنو وسلو او توغندیو له منځه وړل شوي.
اعلامیه زیاتوي چې مجاهدینو د مخامخ جګړې پر مهال یو شمېر عسکر وژلي، د «میرکافا ۴» ټانک قوماندان یې په ډزو وژلی او د هاوان مرمیو په بریدونو یې د دښمن د مرستې رسېدل ځنډولي
القسام وایي، د اسرائیلي ژغورنې ځواکونو پر رسېدو یو استشهادي برید هم ترسره شوی چې له امله یې ګڼ عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.
بايد وويل شي چې د حماس له لوري دغه بريدونه داسې مهال کيږي، چې صهيونيستي اشغالګر د غزې ښار د بشپړ کنټرول لپاره عمليات پيلوي، خو ډېری اوسني او پخواني پوځي او سياسي صهيونيستان باور لري، چې په دغه جګړه کې به دوی ته له مرګ ژوبلې پرته څه لاسته راوړنې ونه لري.