کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي پوځ چارواکو اعتراف کړی، چې د حماس ځواکونو وروستی برید چې “خان یونس” کې ترسره شو د دوی لپاره د اکتوبر اوومې پېښې په څېر ناڅاپي او حیرانوونکی و.
د پوځ د څرګندونو له مخې “القسام” لېوا د اسرائیلي ځواکونو پر یوې نوې اډې برید کړی او له نږدې واټن څخه یې درنې وسلې کارولې، چې له امله یې اشغالګرو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
اسرائیلي سرچینې زیاتوي چې برید د پام وړ امنیتي تشویشونه رامنځته کړي او د پوځ د استخباراتي سیسټم ناکامي یې بربنډه کړې ده.
د قسام ویاند ویلي، چې دغه عملیات د غزې د اوسېدونکو د جبري بېځایه کولو په غبرګون کې ترسره شوي او تر څو چې یرغلګر د محاصرې او بریدونو لړۍ پای ته ونه رسوي، داسې عملیات به دوام ولري.


















