د امارتي شرکتونو لوی رئیس او د کانونو وزیر د يوه پلاوي په مشرۍ د تېلو او ګازو نړیوالې غونډې لپاره تاتارستان ته ولاړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۴ل)

د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ وړمه ورځ د روسیې تاتارستان جمهوریت ته په رسمي سفر تللی دی. د دغه پلاوي په ترکیب کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم شامل دی.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی بدري به د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه جوړېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي او د «Oil, Gas and Chemistry» تر عنوان لاندې نندارتون څخه هم لیدنه ترسره کړي.

ټاکل شوې چې افغان پلاوی به د تاتارستاني چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه خبرې وکړي او له بېلابېلو پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button