په غزه کې د لوږې او د خرابې تغذيې له امله د مړو شمېر ۳۰۳ تنو ته ورسید

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۴ وږی ۱۴۰۴):
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې نور کسان د لوږې او د خرابې تغذیې له امله شهیدان شوي دي.
د وزارت د وروستي راپور له مخې، په دې سره د لوږې او تغذیې د خرابۍ د قربانیانو شمېر ۳۰۳ تنو ته رسېدلی، چې له ډلې یې ۱۱۷ ماشومان دي.
د روغتیا وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د محاصرې او دوامداره جګړې له امله په غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او سلګونه ماشومان او لویان له سختې لوږې سره مخ دي.



