اسلامي امارت د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره منظوره کړه

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۴ وږی ۱۴۰۴):
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هېواد له ولس سره د افغانستان د پراختیايي تګلارې د تصویب او منظورۍ په اړه مبارکي شریکه کړې ده. نوموړي ویلي، دغه تګلاره د اسلامي امارت د زعیم د حکم له مخې چمتو او منظور شوې، چې موخه یې د داخلي ظرفیتونو او سرچینو په کارولو د هېواد د بنسټیزو موخو ترلاسه کول دي.
دغه پراختیايي تګلاره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د پرمختګ جامع او اوږدمهاله سند بلل کېږي، چې د ټولو دولتي ادارو فعالیتونه په واحد لوري کې رهبري کوي. سند درې اصلي رکنونه لري: ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم، او اقتصاد او ټولنیزه پراختیا.
د تګلارې په جوړښت کې لس سکتورونه شامل دي لکه اقتصاد او کرنه، طبیعي سرچینې او انرژي، استوګنه او ټولنیزې چارې، ترانسپورت او مخابرات، پوهنه او کلتور، روغتیا، چاپېریال ساتنه او ټولنیز خوندیتوب. همدارنګه، ۱۵ مهمې برنامې پکې ځای پر ځای شوي دي چې له شرعي قانون واکمنۍ او ښې حکومتولۍ نیولې تر کرنې، انرژۍ، ترانسپورت، روغتیا، پوهنې او اقتصادي پراختیا پورې پراخې برخې رانغاړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، دا سند به د منابعو د اغېزمنې وېش، د دولتي ادارو د فعالیتونو د انسجام، د خصوصي سکټور د تنظیم او په ټوله کچه د متوازن پرمختګ لامل شي. نوموړي ډاډ ورکړی چې د یادې تګلارې په عملي کېدو سره به هېواد په تدریجي ډول خپلو اساسي موخو ته ورسېږي.



