د حاجیانو د معلمینو قانون او د ناسمو رواجونو د مخنیوي فرمان خپور شو

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۴ وږی ۱۴۰۴):
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د حاجیانو د معلمینو قانون او د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د زعيم فرمان په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د معلمینو په قانون کې یوه مقدمه، دوه بابونه، درې فصلونه او ۳۶ مادې شاملې دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یې د تطبیق مسئول دی. په دغه قانون کې د حاجیانو د معلمینو د ټاکلو شرطونه، د هغوی دندې او مکلفیتونه د سفر له پیل څخه تر بېرته راستنېدو پورې روښانه شوي دي.
په دې قانون کې د حاجیانو د نظم ساتل، د بعثې له مسئولینو سره همغږي، د مناسکو د ادا کولو څرنګوالي تشریح او د شرعې خلاف رواجونو په اړه د پوهاوي ورکول د معلمینو له مهمو دندو ګڼل شوي دي.



