ټایمز آف اسرائیل:یمني ځواکونو پر اسرائیلو د توغنديو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ پراخ بريدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وږی،۱۴۰۴ل)

د صهیوني ورځپاڼې «ټایمز آف اسرائیل» په راپور کې راغلي چې يمني ځواکونو پر اسرائیلو لږ تر لږه د ۷۱ بالسټیک توغنديو او ۲۳ بې پیلوټه الوتکو پر مټ پراخ بريدونه کړي.

ورځپاڼې ویلي چې دغه بریدونه له هغه وخت پیل شوې کله چې غزه کې د مارچ میاشتې په نیمایي کې جګړه بیا پیل شوه.

سرچینې زیاتوي چې دا بریدونه د یمن د انصارالله له لوري د فلسطین د ولس د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي.

انصارالله ډلې په خپلو تېرو بیانیو کې ویلي چې تر هغې به د اسرائیلو پر ضد بریدونه روان وساتي څو چې د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او بریدونه پر فلسطین نه درول کېږي.

که څه هم صهیوني چارواکو د ټولو بریدونو جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د ځینو راپورونو له مخې، یاد بریدونه د اسرائیلو د هوايي دفاعي سیستمونو پر مصروف ساتلو سربېره، په لویدیځ بیت المقدس او ایلات کې د پراخو اقتصادي زیانونو لامل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button