کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د غزې په شمال کې د فلسطیني مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر زغرهوالو وسایطو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه صهیونیستي شوبلې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.
د مقاومت سرچینې وايي بریدونه هغه مهال ترسره شول، چې د صهیونیستي رژیم پوځیانو هڅه کوله په شمالي غزه کې پرمختګ وکړي؛ خو د مقاومت ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د بریدونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او نه د صهیونیستي رژیم تر اوسه په رسمي ډول د تلفاتو په اړه څه ویلي دي.

















