لیکوال: سیف الاسلام قذافي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ليبيا د پخواني ولسمشر معمرالقذافي زوی، سيف الاسلام قذافي د غزې په هکله په يو ليک کې ليکلي، چې په ۲۰۱۱ کې د ناټو ځواکونو د “ملکيانو د ساتنې” تر پلمې لاندې پر لیبیا برید وکړ. هغه مهال، د مصراته ښار په اړه د لوږې او مرستې د نشتوالي تبلیغات وشول، حال دا چې اوس ثابته شوې چې دا ټول درواغ و.
لیکوال زیاتوي چې د همدې ډول پلمو په وسیله عراق هم ویجاړ شو، او وروسته اعتراف وشو چې د کيمیاوي وسلو ادعاوې دروغ وې.
نن هم ورته حالت د غزې په اړه تکراریږي. د ده په وینا، غزه چې د اکتوبر له اوومې ۲۰۲۳ وړاندې د نړۍ تر ټولو لوی زندان و، اوس په لویه هدیره بدله شوې ده. ماشومان د لوږې او بمبارۍ له امله وژل کېږي، خلک د خوړو په لټه کې پرلپسې په نښه کېږي، او نړیواله ټولنه د اسرائیل د “امنیت ساتنې” تر نوم لاندې دغه کړنې ملاتړ کوي.
هغه یادونه کوي چې ځینې هماغه هېوادونه چې په لیبیا کې د ملکيانو د ساتنې پلمه کاروله، نن د فلسطيني ملکيانو پر وژنه سترګې پټوي، بلکې پر هغو خلکو بندیزونه لګوي چې د دغو کړنو پر ضد غږ پورته کوي.
سيف الاسلام قذافي پایله اخلي چې نړۍ د اصولو پر ځای یوازې د زور او ځواک احترام کوي، او د عربو ژوند د حیواناتو په کچه هم نه ګڼي.
















