عمران خان: د افغان وروڼو د ستنېدو له امله شرمنده یم، هغوی باید نه وای ایستل شوي دا د اسلامي رویاتو خلاف کار دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د دغه هېواد تر ټولو د ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف زنداني مشر “عمران خان” په یوه لیک کې ویلي، چې په زوره د افغان کډوالو ایستل د اسلامي ارزښتونو او روایاتو خلاف عمل دی.

عمران خان ویلي:
“زه د افغان وروڼو د شړلو له امله شرمنده یم، هغوی باید نه وای ایستل شوي، دا د اسلامي روایاتو خلاف عمل دی.”

د نوموړي په وینا، افغانان د سختو حالاتو له امله پاکستان ته راغلي وو او د ورورولۍ او میلمستیا له مخې باید هغوی ته درناوی شوی وای، نه دا چې په زوره وشړل شي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، چې له امله یې زرګونه افغان کډوال په سختو شرایطو کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button