پر اسرائیلو د یمن بریدونه؛ د ویجاړیو ترڅنګ یې مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله والو ځواکونو نن سهار وختي د اشغالي فلسطین په “یافا-تل أبیب او ایلات ښارونو پراخ ځوابي توغندیز بریدونه کړي صهیونیستي اهداف یې په نښه کړي او پراخو ویجاړیو ترڅنګ یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

د یمن رسمي سرچینې وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د صهیونیستي ځواکونو ګڼ شمېر تاسیسات او پوځي موخې په نښه کړي او د صهیونیستي پوځ د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه بریدونه د یمني ځواکونو د وروستیو اقداماتو برخه بلل کېږي، چې هدف یې د اشغالګرو د تېري مخنیوی او د غزې او یمن د خلکو دفاع ده.

یمني چارواکو ټینګار کړی، چې خپلو عملیاتو ته به دوام ورکوي او د هر ډول تجاوز پر وړاندې به غبرګون ښيي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د یمني ځواکونو د بریدونو پخلی یې کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button