کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی ۱۴۰۴):
عدلیې وزارت د رهنمای معاملو د کمیشن لپاره نوي اصول اعلان کړي دي. د عدليې وزارت څخه په خپرو شويو يادو اصولو او مقرراتو کې راغلي، چې په کرایي معاملو کې د رهنمای دفتر کمیشن د یوې میاشتې د کرايي نیمايي ټاکل شوی چې دواړه لوري (مالک او کرایهدار) یې په مساوي ډول ورکوي. یعنې د کرایې اوو نیمو ورځو په اندازه پیسې د کمیشن په نوم د دواړو خواوو له خوا ورکول کېږي.
په پیر او پلور او د بیع وفا (بیع جایزي) معاملو کې د رهنمای دفتر حقالعمل د معاملې د ټول قیمت ۱.۵ سلنه ټاکل شوی چې په مساوي ډول د خریدار او پلورونکي له خوا ورکول کېږي. وزارت عدلیه زیاته کړې چې پلورونکی سربېره پر دې مکلف دی د معاملې په ترڅ کې یو سلنه مالیه اړوندې مالي ادارې ته ورکړي.
یاد وزارت ټینګار کړی چې رهنمایان حق نه لري له ټاکل شوې فیصدي زیاتې پیسې د “شیریني” یا نورو نومونو لاندې واخلي او د تخلف په صورت کې به د هغوی جواز بند او دفتر مهرلاک شي. وزارت له خلکو غوښتي چې د سرغړوونکو رهنمایانو نوم او د جواز نمبر وزارت ته راپور کړي.

















