د اسرائیلو په ډرون برید کې د دمشق ترڅنګ درې سوریایي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی ۱۴۰۴):

د سوریې د دفاع وزارت یوه سرچینه د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي دي.

دغه برید پرون د دمشق ښار په نږدې سیمه «الکسوه» کې ترسره شوی، چې د پوځ د ۴۴مې فرقې یوه پوځي ودانۍ یې په نښه کړې ده.

اسرائیلي ځواکونو تر اوسه د یاد برید په تړاو رسمي تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې یې هم په وار وار د سوریې په پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button