کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی ۱۴۰۴):
د کابل – کندهار پر لویه لار د ارغندۍ په سیمه کې د مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله بس د چپه کېدو له امله ۲۶ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې، یاد بس چې له قندهاره کابل ته روان و، د ارغندۍ په سیمه کې له سړک څخه ښکته خوړ ته لوېدلی دی.
د وژل شویو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یاده دې وي، څو ورځې وړاندې هم د هرات – اسلام قلعه پر لار د ورته پېښې له امله شاوخوا ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.


















