کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی ۱۴۰۴):
د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د برېښنا کوټ سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم وايي، یاد سړک د کندهار ښار، شمالي ولسوالیو او روزګان ولایت ترمنځ د تګ راتګ مهمه لاره ده او د خلکو لپاره ستراتېژیک اهمیت لري.
د نوموړي په خبره، سړک ټول ۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د رغونې چارې به یې په دوو پړاوونو کې ترسره شي چې ټول لګښت يې ۷۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د کندهار ښاروالۍ وایي، د دې سړک د جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګریزو توکو لېږد به هم په پراخه کچه اسان شي.


















