کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي “غازي حمد” په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا د مقاومت پر دوام ټينګار کړی او په خبره یې د وسلو تسليمول د فلسطيني قضیې د پای ته رسېدو معنا لري.
نوموړي الجزیرې تلویزیوني شبکې ته ویلي:«په صراحت سره وايو چې موږ د اشغال شوي فلسطين د بچيانو په حيث خپله وسله او حتی يو خالي کارتوس هم نه تسليموو.»
غازي حمد څرګنده کړه چې د وسلو ساتل د فلسطيني مقاومت لپاره يوازې د جګړې وسيله نه ده، بلکې د بقا، عزت، کرامت او د خپلو حقونو د خوندي کولو يوه مهمه برخه ده. د هغه په وينا، د هر ډول فشارونو پر وړاندې مقابله کوي او حماس ځواکونه به هېڅکله د خپلو وسلو سپارلو ته چمتو نه شي، ځکه چې دا د هغوی د هويت او ازادۍ برخه ده.
د حماس دغه مشر زياته کړې: چې د صهيونيستي رژيم هڅې يوازې د مقاومت د کمزورولو لپاره دي؛ خو فلسطينيان به هېڅکله د خپل مشروع مقاومت څخه تېر نه شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې «د وسلو پرېښودل د دې معنا لري چې موږ د خپل ولس له حقوقو، سپېڅلې قبلې او د شهيدانو له وينو سره خیانت وکړ، چې دا کار هېڅکله نه کوو.»
هغه په ټينګار سره وويل چې د فلسطين قضيه به تر هغه وخته ژوندي پاتې وي، څو چې د مقاومت وسله فعاله وي، او دا وسله به د ازادۍ پورې نه تسليمېږي.


















