کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وږی ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي انرژي ګروپ له مشر میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره په لیدنه کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د لومړي فاز د ژر پیل خبر ورکړ.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، میرویس عزیزي ویلي چې پروژه په درېیو فازونو وېشل شوې چې لومړی یې د ۴ زره مېګاواټه ظرفیت لري. د ده په خبره، د اړوندو وزارتونو له همکارۍ سره په بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو کې ابتدايي سروې شوې او د عملي کارونو د پیل لپاره چمتووالی روان دی.
دغه راز د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي برابر اړوندو وزارتونو ته دنده سپارلې، څو د عزیزي انرژۍ له ټیم سره په ګډه د پروژې د لومړي فاز عملي چارې پیل او دوامداره څارنه وکړي.


















