د لوی اسراییل پلان؛ د اسلامي نړۍ د غفلت لوړ قیمت!

له ډېرو لسیزو راهیسې د صهیونیستي رژیم د یرغل پالو سیاستونو تر ټولو ستره بیه فلسطین ورکړې ده، خو د دغو سیاستونو اغېزې یوازې تر فلسطین پورې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې لبنان، سوریه او د سیمې نور هېوادونه هم له ورته ګواښونو سره مخ دي. د سوریې د کورنۍ جګړې او د بشارالاسد د رژیم له کمزورۍ وروسته، اسراییل هڅه کوي له رامنځته شوي سیاسي او امنیتي خلا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
نن د دمشق شاوخوا سیمې د اسراییلو د پوځي عملیاتو شاهدې دي، او د سوریې په خاوره کې پرلپسې پرمختګونه او دغه راز لبنان کې د حزب الله دبې وسلې کولو پر سر د کورنۍ جګړې د پيلېدو اټکلونه ښيي چې د “لوي اسراییل” پلان یوازې یو شعار نه، بلکې د عملي کېدو پر لور روان دی. دا پرمختګ په سیمه کې د توازن له منځه وړلو او د نورو اسلامي هېوادونو د امنیت د ګډوډولو جدي خطر لري.
له کورنۍ جګړې وروسته سوريه د صهیونیستي رژیم لپاره په یوه اسانه هدف بدله شوې ده. د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا کمزورتیا د اسراییلو د پراختیايي اهدافو او سیاستونو د تطبيق لپاره زمینه برابروي.
دغه راز د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول عربي هيوادونو پڅ دریځ هم د لوی اسراییل پلان تطبیق برخه کې صهيونيستي رژيم لا ډېر زړور کړی دی.
سره له دې چې د فلسطین د قضیې شعارونه په نړیوالو غونډو کې تکراریږي، په عمل کې د ډېری عربي واکمنانو دریځ یوازې د لفظي غبرګون تر کچې محدود پاتې شوی دی.
د اسلامي هېوادونو د ګډ سیاسي، اقتصادي او حتی دفاعي اقدام پرته، د صهیونیستي رژیم د پراختیا مخنیوی ناشونی ښکاري. یوازې یوه منظمه سیمهییزه ستراتېژي کولای شي د سیمې توازن وساتي.
که اسلامي نړۍ د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پر وخت او اغېزناک دریځ غوره نه کړي، نو د فلسطین قضیه به نوره هم منزوي شي، د فلسطين په څېر به سوریه او لبنان هم په تدریجي ډول د صهيونيستي رژيم منګولو ته ولويږي، په داسې حال کې د اسلامي نړۍ چوپتیا یوازې د سیمې د اوسني نسلونو لپاره نه، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د ستر زیان لامل ګرځېدای شي.



