کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۴ل)
د سوریې یوې پوځي سرچینې الجزیرې ته ویلي، چې صهیونیستي اشغالګر ځانګړو ځواکونو د پلازمینې “دمشق” اړوند “الکسوه” سیمه کې یوې پوځي اډې ته ننوتلي او عملیات یې ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه عملیات د یو پوځي مرکز دننه ترسره شوي؛ خو د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د صهیونیستي پوځ له لوري تر دې دمه په رسمي ډول د دې عملیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د صهیونیستي ریژیم د ځانګړو ځواکونو IDF پوځیانو له چورلکو ښکته کېږي او دمشق کې عملیات کوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په دې وروستیو کې د سوریې او اسرائیلو تر منځ کړکیچ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او صهیونیستي پوځ بیا،بیا د دمشق شاوخوا سیمې ګرځولي دي.


















