کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی ۱۴۰۴):
ځايي سرچینې وایي، تېره شپه د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د سور کاخ لاهوري کلي په یوه کور د پاکستان بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې له امله یې درې ماشومان شهيدان شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
برید د شپې شاوخوا لس بجې شوی دی او د ملکي خلکو پر کور ترسره شوی دی.
بلخوا، د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ مې ویالې سیمه کې هم د شاه سوار په نوم د یوه بېوزله ملکي وګړي پر کور دوه ډرون بریدونه شوي دي.
په دغه پېښه کې درې ماشومان او یوه مېرمن ټپیان شوي دي چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی. سرچینې زیاتوي، د ټپي شوې کورنۍ درې خونې هم په بشپړ ډول ویجاړې شوي دي.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی پر دغه پېښه خواشیني ښودلې او روغتیايي مسئولینو ته یې د ټپیانو په ښه درملنه ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، افغانستان د سولې او ثبات غوښتونکی هېواد دی او د ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ملاتړی دریځ لري، خو دا ډول کړنې د سیمې پر امنیت او ثبات منفي اغېز لري.


















