کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی ۱۴۰۴):
راپورونه وایي، د پاکستان د پنجاب ایالت ګڼې برخې د ستلج، راوي او چناب سېندونو د اوبو د لوړېدو له امله ډوبې شوې دي. د تازه مالوماتو له مخې تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او تر ۶۰۰ زره ډېر خلک اغېزمن شوي دي.
پاکستاني چارواکي وایي، سېلابونه د سختو بارانونو او د هند له بندونو څخه د اوبو خوشې کېدو له امله رامنځته شوي او اوس هم د پنجاب سوېلي سیمو ته ستر ګواښ ګڼل کېږي.
د طبیعي پېښو او افتونو د مدیریت ولایتي اداره وايي، د راوي سیند په شاهدره او جسړ سیمو کې د اوبو کچه «خطرناک لوړ» حالت ته رسېدلې، او د قادرآباد يا پنجاب سيند بند کې د اوبو کچه زياته شوې او د تاسیساتو له وړتیا څو سوه زره کیوسکه ډېر شوی دی، چې درز رامنځته کيدو او د پراخو ویجاړتیاوو اندېښنه يې زیاته کړې ده.
چارواکو ویلي، لسګونه کلي له سیلابي اوبو لاندې شوي او زرګونه کورنۍ خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي. د ریسکیو او پوځ ډلې د ژغورنې په چارو بوخت دي او د ځايي خلکو د ایستلو هڅې روانې دي.
یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د روانو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په وروستیو میاشتو کې تر ۸۰۰ ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


















