پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ د بریدونو په غبرګون کې اسلامي امارت د پاکستان سفیر احضار کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی ۱۴۰۴):

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ننګرهار او خوست پر ولسي سیمو د پاکستاني پوځ د بریدونو په غبرگون کې، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د افغانستان احتجاج‌ليک يې ورسپارلی دی‌

تيره شپه پاکستاني پوځ د ننګرهار په شينوارو او د خوست په سپيرې ولسواليو کې د اولسي خلکو پر کورونو بریدونه وکړل چې په پایله کې ۳ تنه ملکيان شهيدان شوي او ۷ نور ټپیان شول.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیوچارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندلې او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل يې بللی دی.

همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوې چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې به عواقب لري.

مربوطه مطالب

Back to top button