حماس وايي، د اسراییلي وزیر څرګندونې د نسل‌ وژنې او اجباري کډوالۍ اعتراف دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وږی ۱۴۰۴):

د فلسطین حماس اسلامي غورځنګ ويلي، چې د اسراییلي افراطي وزیر بتسلئیل سموتریچ هغه څرګندونې، چې د غزې پر خلکو د اوبو، برېښنا او خوړو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه، د نسل‌ وژنې او ټولیزې تصفیې ښکاره اعتراف دی چې د اشغالګرو له‌خوا د فلسطیني ولس پر وړاندې يې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

حماس په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا څرګندونې د فلسطینیانو پر ضد د اجباري کډوالۍ او توکمیز پاکوالي د پروژې ښکاره اعتراف دی او هم د اشغالګرو د محاکمې لپاره څرګند ثبوت ګڼل کېږي، ځکه چې د نړیوالو محکمو له مخې د نسل‌ وژنې نیت د جرم د ثابتېدو اساسي شرط دی.

یاده دې وي چې تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ سموتریچ په یوه خبري غونډه کې، چې د «یسرائیل هیوم» ورځپاڼې يې جزییات خپاره کړل او «په غزه کې د بریا» په نوم يې یوه طرحه وړاندې کړې وه.

 نوموړي په دې طرحه کې ویلي وو چې باید پر غزه بشپړه کلابندي ولګول شي څو د حماس جنګیالي د لوږې او تندې له امله ووژل شي، او ورسره د غزې ځینې برخې په تدریجي ډول د اسراییلو سره يوځاي کړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button