کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مرستیال مشر “خالد مشعل” د ځينو عربي هېوادونو پر مشرانو سخت انتقاد کړی او ويل يې دي، چې د فلسطين د قضيې په اړه هېڅ عملي ملاتړ نه کوي؛ خو د حماس پر اقداماتو نيوکې کوي.
خالد مشعل په خپلو وروستيو څرګندونو کې ویلي، چې د حماس مشرانو تل د عربي هېوادونو د ملاتړ غوښتنه کړې؛ خو د هغوی هېڅ مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي د ايران او حزب الله له مرستو مننه وکړه او وويل چې دوی د فلسطينيانو لپاره وسله او ملاتړ برابر کړی دی؛ خو د نورو اسلامي هېوادونو مرسته هم ضروري ده.
مشعل له عربي او اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د غزې د خلکو د دفاع لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د فلسطین د قضيې ملاتړ وکړي. نوموړي همداراز د اسلامي نړۍ پر يووالي او د نړيوالو همکاریو پر اهميت ټينګار وکړ.


















