تورخم کې د افغان مسافرو ویډیو خپروونکی د FIA کارکوونکی له دندې ګوښه او نیول شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وږی ۱۴۰۴):

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې یو پاکستانی افسر د افغان مېرمنو او د افغانستان د پاسپورټ سپکاوی کاوه، نوموړی افسر له خپلې دندې ګوښه او د عدلي او قضايي ادارو لپاره ورپېژندل وپيژندل شو.

پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغه اقدام د افغان قونسل حافظ محب‌الله شاکر د هڅو په ترڅ کې شوی دی.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) ویاند ویلي، نیول شوی کس احتشام‌الحق نومېږي او د پېښې په تړاو ترې پلټنې روانې دي.

د FIA چارواکو ټینګار کړی چې د مسافرو لپاره د معیاري خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او هېڅ ډول سرغړونه، له واک ناوړه استفاده او بد چلند به ونه زغمي.

چارواکو زیاته کړې چې د پېښې له امله د سرحدي امنیت او د مسافرو د شخصي حریم د خوندي کولو لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button