کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی ۱۴۰۴):
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا له مخې، د ښي لاس اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې پخوا یې ثبت او موقت سټیکر ترلاسه کړی، کولای شي د کابل د ترافیک پولیسو ریاست او ولایتونو د ترافیک مدیریتونو څخه خپل موقت نمبر پلېټونه او جواز سیرونه ترلاسه کړي.
خبرتیا کې ویل شوي، هغه ښي لاس اشترنګ لرونکي وسایط چې لا یې ثبت نه دی کړی، باید د روان کال د زمري له نهمې نېټې وروسته له کابل ولایت ووځي او په لنډ وخت کې په خپلې خوښې ولایت کې د ترافیک مدیریت له لارې ثبت او سټېکر ترلاسه کړي.
همداراز هغه وسایط چې قانوني اسناد نه لري، له نن څخه وروسته د کابل ښار ته د داخلېدو اجازه نه لري.
وزارت ټینګار کړی، هر هغه موټر چې په کوم ولایت کې سټېکر اخلي، یوازې د هماغه ولایت په محدوده کې د تګ راتګ حق لري.
سرچینې وايي، د ښي لاس اشترنګ لرونکو وسایطو د زیاتوالي له امله د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې او ښايي په نېږدې راتلونکي کې پر دغو وسایطو نور محدودیتونه هم ولګول شي.
وزارت له خلکو غوښتي چې له دغو موټرو د پېرلو ډډه وکړي.


















