کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر “مهدي المشاط” په خپلو تازه څرګندونو کې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې سخت خبرداری ورکړی دی.
هغه ویلي: «زموږ انتقام لا پاتې دی، تورې او بدې ورځې مو انتظار کوي.»
دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې څو ورځې وړاندې د یمني حکومت د لومړي وزیر په ګډون ۹ لوړپوړي چارواکي د صهیونیستي اشغالګرو د برید په ترڅ کې شهیدان شول.
المشاط ټینګار کړی، چې د یمن ولس به د فلسطین د مظلومې قضیې ملاتړ ته دوام ورکړي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو ځواب به خامخا ورکړل شي.


















