کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د اخوان المسلمین اسلامي غورځنګ د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي اشغالګرو هغه برید په کلکو ټکو غندلی، چې د انصار الله غورځنګ اړوند یمني چارواکي یې په نښه کړي دي. اعلاميه کې دغه برید «وحشیانه جنایت» بلل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې اخوان المسلمین د هغو ټولو شهیدانو روحونو ته دعا کوي، چې په یمن، سوریه او لبنان کې د غزې د ملاتړ په موخه قرباني شوي، الله ته دعا کوو، چې هغوی ته جنتونه ورکړي او کورنیو ته یې صبر او اجر نصیب کړي.
اعلامیه زیاتوي:
“هر هغه څوک چې د غزې ملاتړ کوي او تر ترڅنګ یې ولاړ دی د ټول امت په غاړه یې حق پاتې کېږي، ځکه چې صهیونیستي دښمن په سیمه کې پراخ تېری پیل کړی پرته له دې چې دین، مذهب او قوم په پام کې ونیسي.”
غورځنګ له ټولو اسلامي حکومتونو، ملتونو، سیاسي، مذهبي او فکري ډلو وغوښتل چې خپل اختلافات شاته کړي او د یوه واحد هدف لپاره سره متحد شي، هغه دا چې د اسرائیلي تېري مخه ونیسي او دا رژیم اړ کړي چې د غزې پر وړاندې د روانې «نسل وژنې جګړه» ودروي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د فلسطین قضیه به تل د امت مرکزي موضوع وي او باید امت د همدې قضیې پر محور متحد شي، ترڅو د مسلمانانو ملتونه خپل عزت، آزادي او استقلال ترلاسه کړي.


















