کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی ۱۴۰۴):
د غزې روغتیا وزارت او د سیمه ییزو روغتونونو سرچینې وايي، چې د نن ورځې صهيونيستي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۴۳ کسان شهیدان شوي، چې ۳۰ یې په غزې ښار کې دي.
همدارنګه، د لوږې او غذایي کمښت له امله د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ۱۳ نور کسان، چې درې یې ماشومان وو، مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د غذایي کمښت له امله د مړو شویو کسانو ټول شمېر ۳۶۱ ته رسېدلی، چې ۱۳۰ ماشومان پکې شامل دي.
ياد وزارت ویلي، چې د لوږې او کم خوړو د اغېزو شدت ورځ تر بلې زیاتېږي، د اګست میاشتې له پیل راهیسې د ۱۸۵ کسانو د مړینې راپور ثبت شوی، او د غذایي کمښت له رسمي اعلان وروسته ۷۰ کسان مړه شوي، چې ۱۲ یې ماشومان دي.
په غزه کې شاوخوا ۴۳ زره ماشومان د ۵ کلنۍ لاندې د غذایي کمښت ستونزې سره مخ دي، او له ۵۵ زره ډېرې حامله او د شيدو ورکونکې میرمنې هم د غذایي کمښت سره مخ دي.
















