یمني ځواکونو په اشغال شوې یافا کې د «فلسطین۲» او «ذوالفقار» توغندیو په وسیله مهم اهداف وويشتل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی ۱۴۰۴):

د یمن د انصارالله پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې د دوی ځواکونو په اشغال شوې یافا کې د صهیونیستي رژیم پر حساسو اهدافو دوه بریالي توغندیز عملیات ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه عملیاتو کې د «فلسطین۲» انشطاري توغندی او «ذوالفقار» توغندی کارول شوی او هدفونه یې په بریالیتوب سره ویشتل شوي دي.

د عملیاتو له امله په ملیونونو صهیونیستان د وېرې له امله پناه ځایونو ته تللي دي.

د انصارالله پوځي ویاند ټینګار کړی چې د دوی بریدونه به تر هغه روان وي څو چې د غزې پر وړاندې د اسرائیلي رژیم یرغل پای ته ونه رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button