کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اروپايي هېوادونه به د ملګرو ملتونو په عمومي عمومي غونډه کې د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو لپاره چمتوالی نیسي.
ولسمشر اردوغان د فلسطین قضیه د نړۍ د عدالت او انسانیت یوه مهمه ازموینه بللې او ټینګار یې کړی، چې د فلسطیني خلکو د حقونو دفاع د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی.
د نوموړي په وینا، د فلسطین مسئله به د روان کال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي، ځکه نړیواله ټولنه نور د صهیونیستي رژیم له ظلمونو ستړې شوې ده.
ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین ملاتړ کوي او ولسمشر اردوغان څو ځله څرګنده کړې، چې انقره به د فلسطینیانو د آزادۍ، خپلواکۍ او د دولت جوړېدو تر څنګ ولاړه وي.
شنونکي وایي، که اروپايي هېوادونه په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني، نو دا به د صهیونیستي رژیم لپاره یو لوی سیاسي فشار وي او د فلسطینیانو د حقونو په نړيواله کچه د ملاتړ نوی پړاو به پیل شي.


















