په قزاقستان کې د افغانانو لپاره د پاسپورټ وېش لړۍ پیل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی ۱۴۰۴):

د افغانستان سفارت په قزاقستان کې اعلان کړی، چې د افغانانو لپاره یې د پاسپورټونو وېش بهیر پیل کړی دی.

د سفارت په وینا، له دې وروسته په دغه هېواد کې مېشت افغانان کولای شي د اړتیا په وخت کې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره سفارت ته مراجعه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن په استانه کې د ا.ا سفارت د شارژدافېر له لوري د لومړي پاسپورټ په ورکولو سره دغه لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

یادونه شوې، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت د سفارتونو له لوري مېشت افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شوی و.

د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ډېرو هېوادونو کې دا بهیر ځنډول شوی و، خو په تېرو کلونو کې یو ځل بیا فعال شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button