کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی ۱۴۰۴):
د حماس یو مشر عزت الرشق ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې حماس باید ټول شل اسرائيلي بنديان ژر خوشې کړي، ترڅو حالات ژر بدل شي.
الرشق ټینګار کړی، چې حماس د اګست په ۱۸مه د منځګړو وړاندیز منلی، چې د ټولو بندیانو د تبادلې پر بنسټ جوړ شوی و، خو تر اوسه نتنیاهو ورته ځواب نه دی ورکړی.
هغه وویل، حماس د یوې پراخې معاملې لپاره چمتو دی چې پکې ټول بندیان خوشې شي او په بدل کې يې د اسرایلو له خوا فلسطيني بنديان راخوشې شي، ترڅو د جګړې د بندیدو او د اشغالګرو د وتلو زمینه برابره شي.
الرشق څرګنده کړې، چې اصلي خنډ د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره نتنیاهو دی، او هغه غواړي یوه «نه ختمېدونکې جګړه» پرمخ یوسي.


















