د پاکستان له زندانونو ۲۴۸ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی ۱۴۰۴):
د کندهار د سپین بولدک د مهاجرینو د لېږد امریت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې ۲۴۸ تنه افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه کسان د پاکستاني ځواکونو له لوري د بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.
د مهاجرینو د لېږد امریت په وینا، له ثبت او بشري مرستو وروسته یاد افغانان خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.



