یمني ځواکونو بن ګورین هوايي ډګر د ذوالفقار توغندي په وسیله ویشتلی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی، چې د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ او د صهیونیستي یرغل په ځواب کې یې د اشغال شوي فلسطین په “یافا” تل أبیب ښار کې په سیمه کې د بن ګورین نړیوال هوايي ډګر په بالستیک توغندیو ویشتلی دی.
د یمني پوځ په وینا، برید د “ذوالفقار” ډوله توغندي په وسیله ترسره شوی او خپل هدف ته رسېدلی دی. سرچینې زیاتوي چې د امریکا او اسرائیلو ټول دفاعي سیستمونه د یمني توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلي او برید د صهیونیستي وګړو د ډار او تیښتې لامل شوی دی او همدارنګه د هوايي ډګر تړل شوی دی.
د یمن وسلهوال ځواکونه زیاتوي، د ځینو عربي او اسلامي هېوادونو غفلت او د ځینو نورو هېوادونو ښکاره ملګرتیا د صهیونیستي دښمن د جنایتونو د لا ډېرېدو سبب ګرځېدلې. دوی ټینګار کړی چې د فلسطیني ولس د نسلوژنې دوام د زغملو وړ نه دی.
یمني ځواکونه یو ځل بیا ژمنه کړې، چې تر هغو به د فلسطین د خلکو ترڅنګ ولاړ وي څو چې یرغل پای ته ورسېږي او محاصره ختمه شي.
د ویلو ده، چې دا په تېرو ۱۸ ساعتونو کې دویم ستر برید دی چې د یمني ځواکونو له لوري په اشغال شوي فلسطین کې په صهیونیستي اهدافو ترسره کېږي



