کونړ زلزله؛ د تلفاتو شمېر له ۲۲۰۰ شهیدانو او ۳۶۰۰ ټپیانو واوښت

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی ۱۴۰۴):

د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت ویلي، چې د کونړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د تلفاتو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی دی.

د ده په وینا، په نورګل، څوکۍ، چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو کې تر دې دمه د ۲۲۰۵ کسانو جسدونه له ویجاړو شویو کورونو رایستل شوي او ۳۶۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

فطرت زیاتوي، چې د ژغورنې او پلټنې عملیات لا هم روان دي او د خلکو د اسانتیا لپاره په بېلابېلو سیمو کې خیمې نصب شوې دي.

د چارواکو په وینا، د لومړنیو او عاجلو مرستو د رسولو بهیر په منظم ډول پر مخ ځي او هڅه کېږي چې ټولو اغېزمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button