د صهیونیستي پوځ رادیو: رفح کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي پوځ رادیو خبر ورکړی، چې نن سهار یې غزې تړانګې په بندري سیمه رفح کې د سرتېرو موټر باندې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ګیډون لېوا پر زغروال موټر د ماین چاودنه وشوه، چې په نتیجه کې یې ۱۲ تنه لوړ پوړي افسران ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ ټپیان دي.
راپورونه زیاتوي، وژل شوي افسران پرون له تلابیب څخه غزې ته رسېدلي وو، خو یوازې د یوې ورځې په تېرېدو ټول ووژل شول.
د ویلو ده، چې د برید مسؤلیت د مقاومت د “الأقصی شهیدانو” لېوا په نامه یوې ډلې اخیستی ده.



