د حج او عمرې مسائل (درييمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حج او عمرې يو شمير اصطلاحات
محترمو حاجيانو ! د لاندې ذکر شويو يو شمير اصطلاحاتو پيژندنه ډير ضروري او اړين دي، دا هغه اصطلاحات او توري دي کوم چې د حج په مراسمو کې کارول کيږي، که ونه پيژندل شي بيا به نه پوهيږی چې معلم يا نور خلک څه يادوي او چيرته روان دي، د بيلګې په توګه که يوکس جمرات يا جمار، صفا مروه، طواف، سعی او ديته ورته نور شيان نه پيژني نو څه به پوه شي چې خلک چيرته روان دي او څه کول پکار دي.
که يو کس ووايي دا به هلته زده کړو زما په فکر د دوی دا خبره به د دې متل مصداق شي چې (د جنګ په ورځ آسان نه چاغيږي) لنډه دا چې په همغه ورځ نور خلک دومره نه وي اوزګار چې هغوی به له تاسو سره ناست وي او تاسو ته به همدغه شيان در زده کوي، او نه ستاسو د معلم په وس کې دا شته چې په همغه ورځ به تاسو ټول په همدغو شيانو پوهوي، ښه خبره دا ده چې تاسو يې وار دمخه زده کړی او د خپل حج مراسم په ښه ډول تر سره کړی.
استلام : د حجر اسود مچ کول يا يې په لاس سره مسح کول، يا حجر اسود او رکن يماني ته يواځې لاس ور وړل ([1]).
ايام تشريق : د ذوالحجة يوولسمې، دوولسمې او ديارلسمې نيټو ته ايام تشريق ويل کيږي، ځکه چې په دې کې هم د (ذوالحجة د نهمې او لسمې نيټې په څير) له هر لمانځه وروسته د تشريق تکبير ويل کيږي، يعنې الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد.
ايام نحر : د ذی الحجة له لسمې تر دوولسمې پورې.
افراد : يواځې د حج احرام تړل، او يواځې د حج افعال تر سره کول.
تسبيح : سبحان الله ويل .
تمتع : د حج په مياشتو کې لومړی عمره کول، بيا په همدغه کال کې د حج احرام تړل او حج کول.
تلبيه : د پوره لبيک اللهم لبيک ويل.
تهليل : لا اله الا الله ويل.
جمرات يا جمار : په منی کې دری ځايونه دي، چيرته چې د انسان د قد په اندازه ستنې جوړې شوې دي، دلته شګې ويشتل کيږي، په دې کې چې کومه مسجد حيف ته نږدې د مشرق لوري ته ده هغې ته جمرة الاولی ويل کيږي، له دې وروسته ته جمرة الوسطی او له هغې وروسته ته جمرة الکبری او جمرة العقبة او جمرة الاخری ويل کيږي.
رمی : د شګو ويشتل.
زم زم : په مسجد حرام کې بيت الله ته نږدې يوه مشهوره چينه ده، چې اوس د کوهي (څاه) په شکل کې ده، کومه چې خدای تعالی جل جلاله په خپل قدرت خپل نبي حضرت اسماعيل عليه السلام او د هغه د مور لپاره جاري کړې وه.
سعی : د صفا او مروه تر مينځ په ځانګړې طريقه د اوو چکرونو لګول.
شوط : د بيت الله څلورو طرفونو ته يو چکر لګول.
صفا : بيت الله ته نږدې د جنوب لور ته يو کوچنی غر دی، له کوم څخه چې سعی شروع کيږي.
طواف : د بيت الله له څلورو طرفونو څخه په ځانګړې طريقه د اوو چکرونو لګول.
عمره : له حل يا ميقات څخه احرام تړل د بيت الله طواف د صفا او مروه سعی کول.
عرفات يا عرفه : له مکع مکرمه څخه تقريبا (۹) ميله د مشرق لور ته يو ميدان دی، چيرته چې په نهم د ذی الحجة حاجيان دريږي.
قِران : د حج او عمره دواړو لپاره په يو ځل احرام تړل، لومړی عمره بيا حج کول.
قرن : له مکه مکرمه څخه تقريبا (۴۲) ميله باندې يو غر دی، د نجد، يمن او له نجد حجاز او له نجد تهامه څخه د راتلونکو لپاره ميقات دی.
قصر : د ويښتانو پرې کول.
محرِم : احرام تړونکی.
مفرد : حج کونکی، کوم چې له ميقات څخه يواځې د حج لپاره احرام تړلی وي.
ميقات : هغه ځای له کوم څخه چې مکه ته د تلونکو لپاره د احرام تړل واجب دي.
جنت المعلی : د مکه مکرمه قبرستان (هديره).
جبل رحمت : په عرفات کې يو غر دی.
حجر اسود : توره ډبره (تيږه) دا د جنت ډبره ده، له جنت څخه د راتلو په وخت کې د شيدو په څير سپينه وه، خو د انسانانو ګناهونو توره کړه، دا د بيت الله په مشرقي جنوبي څنډه کې د انسان قد ته نږدې لوړه د بيت الله شريف په ديوال کې لګول شوې، د هغې څلورو خواوو ته د سپينو زرو حلقه را تاو شوې ده.
حرم : د مکه مکرمه څلورو طرفونو ته تر يو څه ليرې پورې زمکې ته حرم ويل کيږي، په حدودو باندې يې نښې لګول شوې دي، په هغه کې ښکار کول، د ونو پرې کول او نور جنايتونه حرام دي.
حل : د حرم څلورو طرفونو ته تر ميقات پورې چې کومه زمکه ده هغې ته حل ويل کيږي، په هغې کې هغه شيان حلال دي کوم چې په حرم کې دننه حرام دي.
حلق : د سر خريل.
حطيم : د بيت الله شمالي لور ته له بيت الله سره متصل د انساني قد په اندازه له ديوال سره يو څه زمکه ژوره شوې، هغې ته حطيم او حظيره هم ويل کيږي، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د نبوت له ورکول کيدو يو څه موده مخکې کله چې قريشو د خانه کعبې شريفې تعميرول غوښتل نو ټولو دا اتفاق وکړ چې د حلالې ګټې مال به په همدې کې مصرف کيږي، خو سرمايه کمه وه نو له همدې امله شمالي لوری له اصل پخوانی بيت الله سره تقريباً شپږ ګزه شرعي ځای پريښودل شو، همدغه پريښودل شوي ځای ته حطيم ويل کيږي، اصل حطيم شپږو شرعي ګزونو ته نږدې دی، اوس مهال يو څه احاطه زياته جوړه شوې ده.
دَم : د احرام په حالت کې د يو شمير منع شويو اعمالو په کولو سره د پسه يا بل څه ذبح کول واجب دي، همدې ته دَم ويل کيږي.
ذوالحليفه : دا د يوه ځای نام دی، له مدينې منورې سره تقريباً په شپږ ميله باندې واقع دی، د مدينې منورې له لوري مکه مکرمه ته د راتلونکو لپاره ميقات دی، همدغه ځای ته نن صبا (بير علي) ويل کيږي.
ذات عرق : د يوه ځای نام دی، کوم چې نن صبا ويران شوی، له عراق څخه مکه مکرمه ته د راتلونکو لپاره ميقات دی.
رکن يماني : د بيت الله شريف جنوب مغربي څنډې ته ويل کيږي، ځکه چې دا د يمن لوري ته دی.
مطاف : د طواف کولو ځای، کوم چې د بيت الله څلورو طرفونو ته دی او په هغه کې سنګ مرمر لګول شوي دي.
مقام ابراهيم : جنتي ډبره (تيږه) ده، حضرت ابراهيم عليه اسلام په دې باندې دريدلی او بيت الله شريف يې جوړوله، د مطاف په مشرقي څنډه باندې منبر او د زمزم تر مينځ په يوه جالی داره قبه کې ايښودل شوې ده.
ملتزم : د حجر اسود او بيت الله د دروازه تر مينځ ديوال چيرته چې د دعا غوښتل سنت دي.
مسجد خيف : د منی د لوی جومات نام دی، کوم چې د منی شمالي لور ته له غره سره متصل دی.
مسجد نمره : د عرفات په څنډه باندې يو جومات دی.
مدعی : د دعا غوښتلو ځای، له دې څخه مراد د مسجد حرام او مکه مکرمه د قبرستان تر مينځ يو ځای دی، چيرته چې مکه مکرمه ته د داخليدو په وخت کې دعا غوښتل مستحب دي.
مزدلفه : د منی او عرفات تر مينځ يو ميدان دی، کوم چې له منی څخه دری ميله د مشرق لوري ته دی.
محسّر : له مزدلفه سره لګيدلی يو ميدان دی، له کوم څخه چې د تيريدلو په وخت کې په ځغاسته (تيز) تلل دي، په همدغه ځای کې په اصحاب فيل باندې کومو چې د بيت الله شريف ړنګولو ته قصد کړی وو عذاب نازل شوی وو.
مروه : د بيت الله شرقي شمالي څنډې ته نږدې يو کوچنی شانته غر دی په کوم چې سعی ختميږي.
ميلين احضرين : د صفا او مره تر مينځ د مسجد حرام په ديوال کې دوه شنه ګروپونه لګول شوي، د کومو تر مينځ چې سعی کونکي په ځغاسته سره ځي.
موقف : د دريدلو ځای، د حج په افعالو کې له دې څخه مراد د عرفات ميدان يا په مزدلفه کې د دريدلو ځای دی.
وقوف : معنی يې ده دريدل، د حج په احکامو کې له دې څخه مراد د عرفات ميدان يا په مزدلفه کې په خاص وخت کې دريدل دي.
هدی : کوم ځناور چې حاجي صاحب په حرم کې قرباني کولو ته له ځان سره وړي.
يوم عرفه : د ذوالحجه نهمه، په کومه ورځ چې حج کيږي او حاجي صاحبان په عرفات کې وقوف کوي.
يلملم : د مکه مکرمه جنوب لور ته په دوه منزله باندې يو غر دی، همدغه ته نن صبا (سعديه) هم ويل کيږي، دا له يمن، هندوستان او پاکستان څخه د راتلونکو لپاره ميقات دی ([2]).
([1]) التعريفات الفقهية، ص : ۱۷۵.
([2]) آبکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۲۶۶ – ۲۷۲.



