کابل ټکی کام ۲۷کب/۱۳۹۴، ارین خان
د شل اوریز نړیوال جام د مقابلو په دویمه مرحله کې نن افغانستان له سرېلانکا سره لوبه کوي.
دواړو ټیمونو ویلي دي، چې د نن ورځې له لوبې لپاره یې پوره امادګي نیولې، او دواړه د یوه او بل د ماتولو په هڅه کې دي.
دغه لوبه چې د افغانستان د ماښام په شپږ نیمو بجو پیلیږي، د هند په کلکته کې ترسره کیږي.
د افغان ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي په هند کې رسنیو ته وویل، چې د سرېلانکا ټیم د پخوا په څېر دومره نه دی قوي، او ارزومند دی، چې دغه لوبه به افغانستان ګټي.
اصغر ستانکزي زیاته کړه، چې د سرېلانکا سنګاکارا او جي واردینا دا ځل د خپل ټیم تجربه لرونکي نه دي.
خو د سریلانکا د ټیم کپتان وایي، چې د دغې لوبې ګټل د دوی د ټولو لوبغاړو مسئولیت دی.
ماتیز زیاته کړه، چې ارزومند دی، تر څو له افغانستان څخه لوبه وګټي.
د سرېلانکا ټيم د ۲۰۱۴م کال د نړیوال شل اوریز جام په A ګروپ کې قهرمان شو.
له دغې لوبې وروسته ویسټنډیز او انګلستان به له افغانستان سره لوبیږي.
د ویسټنډيز ټيم هم د ۲۰۱۲م کال د نړیوال شل اوریز جام او همدا راز د انګلستان ټيم هم د ۲۰۱۰م کال په شل اوریز جام کې قهرمانان شول.
همدا شان افغانستان له جنوبي افریقا سره هم لوبه کوي، چې د نړیوالو عالي لسو ټیمونو په قطار کې راځي.
















