کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷، وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي ډاکټر باسم نعیم ټینګار کړی، چې د هر ډول اوربند موضوع باید د فلسطینی ولس د حقونو او ګټو د خوندیتوب ضمانت وکړي. د هغه په وینا، لنډمهاله هوکړې یا تش شعارونه د فلسطین د قضيې د حل لپاره بسنه نه کوي.
ډاکټر نعیم زیاته کړه چې فلسطيني ولس له څو لسیزو راهیسې د اسرائیلي اشغال، محاصرې او وحشیانه جګړو تر سیوري لاندې ژوند کوي، نو ځکه د اوربند هره هوکړه باید د تلپاتې سولې په بڼه وي او د فلسطینیانو د خوندي راتلونکي لپاره واضح ضمانتونه ولري.
هغه د پخواني امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل:
“هیله ده د ټرمپ خبرې د جګړې د ختمولو لپاره یوه واقعي نقشه وي، نه دا چې د نتنیاهو د اشغالګر رژیم د روانې نسلوژنې لپاره نوی پوښ جوړ کړي.”
د حماس د سیاسي دفتر غړي د اسرائیلي رژیم تګلارې په نړۍ کې د “بې ساري وحشت او ظلم بېلګه” وبللې او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه دنده لري د فلسطین د ولس د مقاومت او مشروع غوښتنو ملاتړ په عملي ډول ترسره کړي.


















