کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن له لوري پر «رامون» هوایي ډګر شوي وروستي برید کې ګڼ کسان ټپیان شوي دي.
د رسنیو په وینا، د ډګر دننه د ملکي او پوځي الوتنو چارې د برید له امله تر نامالومې مودې ځنډېدلي او اړې شوې چې خپل مسیر نورو هوايي ډګرونو ته واوړي.
سرچینې وایي چې ټپیان شوي کسان د ډګر کارکوونکي، امنیتي ځواکونه او ځینې مسافر دي.
اسرائیلي پوځ د برید د څرنګوالي په اړه له څرګندونو ډډه کړې؛ خو شنوونکي وایي چې یمن د پرمختللو ډرونونو او توغندیو له لارې د اسرائیلو دفاعي سیستم هیک کړی دی.
په ورته وخت کې د یمن د انصارالله ویاند ویلي چې دغه عملیات د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ ترسره شوي او تر هغه وخته به دوام لري څو چې د غزې پر وړاندې جګړه روانه وي.
شنونکي باور لري چې د رامون هوایي ډګر برید د اسرائیلي حکومت پر امنیتي بنسټونو دروند فشار اچوي او ښيي چې یمني ځواکونه د اسرائیلو په حساسو سیمو کې د بریدونو توان لري.


















